چارواکي وايي، په غزني کې دوو پېښو کې ۷ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په ترڅ کې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ولایت ویاند وحیدالله جمعه زاده د یکشبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې پر یو کور د هاوان مرمۍ د لګيدو له امله یو ماشوم وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي، په ټپیانو کې هم د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی."
ښاغلي جمعه زاده زیاتوي، د غه پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوې ده.
جمعه وویل، د دې ترڅنګ نن سهار د غزني په مقر ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو په یوه هدیره کې وسله والو درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو چې یوه یې چاودنه کړې او دوه ملکي کسان یې ټپیان کړي دي.
د هغه په خبره، دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمعه زاده وایي، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په لړمه سیمه کې وسله والو طالبانو د دولت په اکمالاتي موټریز کاروان برید کړی، چې له کلک غبرګون سره مخ شوي.
هغه زیاتوي، په دغه برید کې کوم لوري ته زیان نه دی اوښتی.