سرپل کې یو شمېر ښځو د اختر لمونځ ادا کړ

دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

په سرپل ولایت کې نن یو شمیر مېرمنو د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ.

د سرپل د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي آزادۍ راډیو ته وویل چې د سرپل د امام خرد سیمې په جامع جومات کې نن شاوخوا سلو مېرمنو د اختر لمونځ په جماعت ادا کړ خو نوموړې زیاته کړه چې دوی د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولې وې.

مېرمن حبیبي زیاته کړه چې دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.