د مسکو په یوه ژوبڼ کې د یوې ۸۳ کلنې تمساح مړینه

دا تمساح له ۱۹۴۶ میلادي کاله د مسکو په ژوبڼ کې ساتل کېده.

د مسکو یوه ژوبڼ پرون، د مې په ۲۳مه، د یوې ۸۳ کلنې تمساح د مړینې خبر خپور کړ.

دا تمساح له ۱۹۴۶ میلادي کاله د مسکو په ژوبڼ کې ساتل کېده.

د مسکو ژوبڼ د هغې د مړینې خبر پر انستګرام خپور کړی دی.

په عمومي ډول، امریکايي تمساح په طبیعت کې له دېرشو تر پنځوسو کلونو ژوند کوي.

د مسکو د ژوبڼ تمساح په امریکا کې پیدا شوې وه.

هغه په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د برلین ژوبڼ ته ور کړ شوې او کله چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونوکې پر برلین بمبارد شوی و، هغه له ژوبڼه تښتېدلې وه.

دا چې هغه څرنګه درې کاله ژوندۍ پاتې شوې نه ده څرګنده خو تر درېیو کلونو لادرکۍ وروسته بریتانوي ځواکونو موندلې او د پخواني شوروي عسکرو ته یې ورکړې وه.

شوروي عسکرو بیا هغه د ۱۹۴۶ میلادي کال په جولاي کې د مسکو ژوبڼ ته لېږدولې وه.