واشنګټن پوسټ: د ټرمپ ادارې د هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی

سپینه ماڼۍ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکو په امریکا کې د تازه هستوي ازمیښت په احتمال بحث کړی دی.

د ورځپاڼې په باور، که دا اقدام عملي شي، دا به له ۱۹۹۲ کال راهیسې لومړنۍ ازمیښتي هستوي چاودنه وي چې امریکا یې کوي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د یوه برحاله او دوه پخوانیو لوړپوړو چارواکو په حواله ویلي چې د هستوي ازموینې بحث تېره اوونۍ د امنیتي چارواکو په غونډه کې وشو.

امریکا پر دې شک کوي چې چین او روسیې په تېرو کلونو کې وړې هستوي ازموینې ترسره کړې دي.

د هستوي ازموینو د مخنیوي تړون له مخې هېوادونه له هستوي ازمیښتونو یا هستوي چاودنو نه منعه شوي دي، خو یو شمېر هېوادونو دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.