په روسیه کې د یوه روغتون دننه اورلګېدنې کم تر کمه ۲ کسان وژلي دي.
د روسیې چارواکي وایي، دا اورلګېدنه نن سهار وختي په تاتارستان سیمه کې رامنځته شوې.
اورلګېدنه د برښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوې.
د روسیې تاس خبري اژانس ویلي، ممکن یو تن بل هم چې د سوځېدو کچه یې زیاته وه، دې پېښه کې وژل شوی وي.
له دې وړاندې هم د مسکو او سینټ پیټرزبورګ په روغتونونو کې اورلګېدنې ۱۷ کسان وژلي دي.