خوست چارواکي: په لکڼو سیمه کې ۴ ماین خښوونکي نیول شوي

ارشیف

د خوست چارواکي وایي، د مرکز اړوند لکڼو سېمه کې یې ۴ ماین خښوونکي نیولي دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان تېره شپه د پولیسو له خوا هغه مهال لاس په لاس ونیول شول چې د ماین په ایښودو لګیا وو.

دغه کسان له هغه وروسته نیول کېږي چې خوست کې دې وروستیو کې د ماین چاودنو او ځان مرګو څو پېښې وشوې.

د دغه ولایت امنیه قومندان سید احمد بابازی هم دوه اوونۍ وړاندې د ماین چاودنې وواژه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ کړۍ ماینونه چې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا د دې ولایت د بېلابېلو سیمو په عمومي لارو کې ځای پر ځای شوي وو، د پولیسو لخوا شنډ شوي دي.