د کابل ښار د اورښت اوبو د مدیریت کولو لپاره ۲۰ زره کارګر په دندو وګمارل شول.
دا نوې پروژه د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپېریال رامنځته کولو، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او کاري بوختیا په ځانګړي ډول د قرنطین په ورځو کې د کابل ښار د واټونو د سر پلورونکو او کسبګرو ته په لاره اچول شوې.
د افغانستان جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي چې دغه پرېکړه د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې وشوه.
د کابل ښار د اورښت اوبو مدیریت کولو پروژې مسؤلیت د ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوی، خو مالي لګښتیې چې له ۱۲میلیاردو څخه ډېرې افغانۍ کېږي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له طریقه د دولت له اختیاري پراختیايي کوډ څخه ورکول کېږي.
په دې پروژه کې د ښار د سطحي اوبو د راړولو په موخه تر دې دمه له ۱۴۰،۷۰۰ څخه ډېرې وړې کندې کېندل شوي او د اوبو جذبولو او خوندي کولو ۱۷ کوچني بندونه تر کار لاندې دي چې یو کال به وخت ونیسي.
د دې پروژې په دوهم پړاو کې د شین چاپېریال او ځنګلونو د رامنځته کولو په موخه ۱۳ میلیونه نیالګیو کېنول په پام کې نیول شوي چې د پالنې او ساتنې په برخه کې بهیې زرګونه کسان په کار بوخت شي.