د جمال خاشقجي کوژدنې د هغه د قاتلانو د بخښلو په اړه غبرګون وښود

د جمال خاشقجي کوژدنه خدیجه چنګېز

د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي کوژدنې خدیجه چنګېز د هغه د قاتلانو د عفوې په اړه سخت غبرګوند څرګند کړ.

د جمال خاشقجي زوی، صلاح خاشقجي پرون وویل چی د خپل پلار قاتلین‌يې بخښلي دي.

جمال خاشقجي د نړۍ په کچه پېژندل شوی خبریال و.

هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې چې په اسنادو پسې ورغلی و، ووژل شو.

د هغه زوی، صلاح خاشقجي پرون د مې په ۲۲مه، وویل چې دی او کورنۍ یې د روژې د میاشتې په مناسبت د خاشقجي د قتل په تور نیول شویو وګړو ته عفوه کوي.

خو خدیجه چنګېز ویلي چې هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې د جمال خاشقجي قاتلان عفوه کړي. هغې له (جمال سره باید انصاف وشي) په نوم کمپاین هم پيل کړی دی.

جمال خاشقجي د سعودي چارواکو له عمده منتقدانو و او مقالې یې په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې خپرېدې. د سعودي حکومت په دې پېښه کې لاس لرل رد کړی دی.

د سعودي عربستان سترې محکمې د تېر ډسمبر په میاشت کې ۵ وګړي د خاشقجي د قتل په جرم په اعدام محکوم کړل.