بلاروس کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ټپي شوې کارکوونکې ساه ورکړه

لیوبو نېموڅوا ۲۸ کلنه وه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د مستند فلم جوړوونکو له ډلې چې په بلاروس کې یې موټر ټکر شوی و، درېیم تن هم په روغتون کې ساه ورکړه.

لیوبو نېموڅوا ۲۸ کلنه او په سخت حالت کې د بلاروس د پلازمېنې، منسک په یوه روغتون کې بستر وه.

د هغې خپلوانو ازادي راډیو ته ویل چې هغه پرون د مې په ۲۲مه، په روغتون کې مړه شوه.

لیوبو نېموڅوا په بلاروس کې له پېژندل شویو فلم جوړوونکو وه. نېموڅوا اته ورځې په کوما کې وه او بالاخره‌یې ساه ورکړه.

هغې د مستندو فلمونو له پروډیوسر ولادیمیر میخایلوفسکي او د غږ له انجنیر ماکسیم ګاوریلینکو سره په بلاروس کې د کرونا ویروس په اړه پر مستند فلم کار کاوه.

ولادیمیر میخایلوفسکي ۳۳ کلن او ماکسیم ګاوریلینکو ۲۶ کلن و.

د هغوي موټر د مې میاشتې په ۱۴مه، له منسکه د کور په لاره کې ټکر شوی و.

درې‌واړو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او د امریکا غږ ګډې ټلوېزیوني خپرونې، کرنټ ټایم ته چې په روسي ژبه ده، بر مستند فلم کار کاوه.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جېمي فلای پرون وویل چې د دې کسانو مړینه د دې ادارې او د هغوي د کورنیو لپاره لوی غم دی او د هغوي ځای به د تل لپاره تش وي.