پروان کې یو ځل بیا د وارداتي برېښنا یوه پایه الوزول شوې

د افغانستان برېښنا شرکت کارکوونکي د ویجاړې شوې پایې د رغولو پر مهال.

په پروان کې چارواکي د وارداتي برېښنا د یوې پایې د نړېدو خبر ورکوي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار نن ازادي راډیو ته وویل، د چارېکار د ښار په لومړۍ ناحیه کې نن سهار د شپږو بجو خوا ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه چې پایه‌یې ورانه کړه.

د پروان د برېښنا شرکت رئیس روح‌الله ساجد وویل چې د دې پایې د ترمیم چارې پيل شوې دي.

پولیس وایي، د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

له تاجکستان او ازبکستانه د وارداتي برېښنا د ستنو د تخریب هڅې په وروستیو کې زیاتې شوې دي.