امریکا له روسیې سره د اټمي وسلو 'سټارټ تړون' تمدیدوي

د امریکا یو توغول شوی باليیستیک میزائیل

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، تمه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له روسیې سره د (سټارټ) په نوم د اټمي وسلو مهم تړون چې راتلونکی کال‌یې موده ختمېږي، تمدید کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د پنجشنبې په ورځ دا خبره وکړه، په همدې ورځ د ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې د اوپېن سکای په نوم له یوه بل امنیتي تړونه به ووځي.

واشنګټن وویل چې د اوپېن سکای په نوم د ۳۵ هېوادونو له تړون څخه د دې لپاره وځي چې روسیې له دې تړون څخه سرغړونه کړې ده. دا تړون د غړو هېوادونو پر فضا غیر نظامي الوتنو ته اجازه ورکوي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره هم وکړه چې پر دې فکر کوي چې د ځانګړو شرایطو په نظر کې نیولو سره په اوپېن سکای تړون کې پاتې شي.

د (سټارټ) په نوم د مهمو اټمي وسلو تړون په ۲۰۱۰ کال کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ لاسلیک شو.