ټرمپ: په کرونا د مړو شویو امریکایانو په یاد به بیرغ نیم ځوړند وي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو امریکایانو د یادښت لپاره به راتلونکې درې ورځې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند/نیمه راښکته وي.

ده دا خبره نن په خپله ټویټرپاڼه کړې.

هغه ویلي د فدرال ادارو په ټولو ودانیو او ملي څلیو به د امریکا بیرغ نیم ځوړند شي.

ټرمپ زیاته کړې چې دوشنبه به د امریکايي نارینه او ښځینه عسکرو د درنښت لپاره چې د امریکا لپاره‌یې زیاتې سرښندنې کړي بیرغ نیم ځوړند کړي.

د امریکا ولسمشر بېګا میشیګان ایالت ته تللی و او هلته‌یې هم د کرونا ویروس په خاطر د امریکایانو د سختیو یادونه وکړه.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "موږ په خپلو زړونو کې د هغو ټولو کسانو یادونه تازه ساتو چې له لاسه مو ورکړي. موږ ډېر کسان له لاسه ورکړل. یو کس هم زیات دی، خو موږ ډېر زیات کسان (د دې ویروس په خاطر) چې له چین راغی له لاسه ورکړل. دا باید په چین کې ختم شوی وی، خو هغوی یې مخه ونه‌نیوله. د یوه غښتلي ملت په توګه موږ له خدایه ټولو روغتیاپالانو ته اجر غواړو چې ډېر فوق‌العاده کار یې وکړ لکه د جنګیالیو په شان دي."

په امریکا کې نږدې ۱۶ لکه کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې يې نږدې ۹۵ زره تنه مړه شوي.

امریکايي مقاماتو د چین دولت تورن کړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي په چارو کې یې بېغوري کړې او ټوله نړۍ یې په عذاب اخته کړې ده.