د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

ارشیف، بدخشان کې افغان ځواکونه

بېګا څو ساعته د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان پوځیانو نښته روانه وه چې په‌کې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په دې نښتو کې ۱۴ بریدګر او پنځه افغان عسکر وژل شوي دي.

ښاغلی روخاني زیاتوي: "د شپې دولس بجې وسله‌والو مخالفینو د فیض‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې نښتې پیل کړې چې سهار څلور بجې پای ته ورسېده. ۱۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، څه باندې ۱۰ تنه‌یې ټپیان دي. همداراز متأسفانه دوه د ملي اردو سرتېري او درې هم ولسي پاڅونوال چې د ملي اردو په ملاتړ جنګېږي شهیدان شوي."

شپږ افغان سرتېري ټپيان هم دي.

روحاني وايي په فیض‌اباد ښار کې د طالبانو دا برید په شا تمبول شوی.

خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دولتي عسکرو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات ښيي او ټینګار کوي چې د دولت یوه پوسته طالبانو نیولې.