وسله‌والو په پکتیا کې یو قومي مشر وژلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې پکتیا ولایت

نامعلومو وسله‌والو نن ماسپښین په پکتیا کې د فضل په نوم یو قومي مشر په ډزو وژلی دی.

دا خبره د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند حیات‌الله نظامي ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلی نظامي زیاتوي: "ماسپښين یوه نیمه بجه. د ګردېز ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د فضل په نوم قومي مشر نامعلومو وسله‌والو بریدګرو په ډزو ویشتلی او شهید کړی یې دی. پولیس لګیا دي چې د دې برید عاملین ونیسي."

بریدګر له سیمې تښتېتدلي و.

تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

په پکتیا کې په تېره بیا ګردېز ښار کې مخکې له دې هم د هدفي وژنو پېښې شوې دي.