شاهین قول اردو: جوزجان کې هوایي بریدونو ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي

د جوزجان ولایت نقشه

د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي وایي، هوایي بریدونو کې یې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي، دغه دوه جلا جلا هوایي بریدونه تېره شپه جوزجان ولایت کې ترسره شوي.

هغه وویل: "تېره شپه د جوزجان د منګجیک ولسوالۍ په دوو ساحو کې پر طالبانو هوایي ګزارونه وشول، یو برید ۱۱ بجې او بل ۱۱:۴۰ دقیقې، دواړو بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.