خلیل‌زاد: ټول لوري باید په افغانستان کې شخړې کمې کړي

له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه

د افغانستان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وایي، ټول لوري باید په افغانستان کې شخړې کمې کړي.

خلیل‌زاد دا خبره تېره شپه په خپل ټویټر کې وکړه او ویې‌لیکل چې ده له طالبانو سره په کتنه کې هغوی ته وویل چې ټولې خواوې باید شخړې کمې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد په کندز، غزني او خوست کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته اندېښنه څرګنده کړه او پرون‌یې له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې د لیدو پر مهال پر دې خبرې وکړې چې څرنګه‌یې افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي ته راوستي دي.

د فبروري په ۲۹مه په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو د سولې له تړون وروسته افغان ځواکونو دفاعي حالت خپل کړ، خو وروسته تر دې چې تېره اوونۍ، سې شنبې په کابل کې پر روغتون برید وشو او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځان وژونکې چاودنه وشوه، ولسمشر غني امنتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته بېرته تهاجمي ته ولاړ شي. په دې بریدونو کې په لسګونو ملکیان ووژل شول او طالبانو په‌کې لاس لرل رد کړي دي.

زلمی خلیل‌زاد پرون له قطره کابل ته ولاړ، دی په ټویټر کې لیکي چې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او نورو طالبانو سره‌یې په پلازمېنه دوحه کې درې ځله غونډې وکړې او هغوی ته‌یې دا خبره وکړه چې د امریکا او طالبانو د سولې په تړون کې بین‌الافغاني خبرې، د امریکایي ځواکونو وتل او په تدریجي ډول د شخړو کمېدل چې دایمي اوربند ته لاره هواره کړي له یوه بل سره تړلي موضوعات دي.