د ایران پر کورنیو چارو وزیر او یو شمېر نورور چارواکو د امریکا بندیز

د ایران د کورنیو چارو پر وزیر عبدالرضا رحماني

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران د کورنیو چارو پر وزیر، یو شمېر پولیس افسرانو او پوځي قوماندانانو بندیزونه ولګول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو پرون په واشنګتن کې خبري غونډې ته د دې بندیزونو په اړه وویل: "د امریکا متحده ایالاتو نن پر ۱۲ کسانو او ایراني بنسټونو د بشري حقونو په حساب بندیزونه لګوي. په دغو کسانو کې یو د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي دی."

امریکا پر دغو کسانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر بندیزونه لګولي چې په دې سرغړونو کې د سوله‌ییزو لاریون کوونکو وژل هم شامل دي.

د متحده ایالاتو خزانې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزیر چې د کورني ملي امنیت د شورا مشر هم دی، امنیتي ځواکونو ته د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې لارښوونه کړې وه چې په سلګونه مظاهره کوونکي ووژني.

همداراز د پولیسو اووه افسران او د سپاه پاسداران پر یوه جنرال هم د مظاهره‌چیانو د ځپلو لپاره بندیزونه لګېدلي دي.

د دې بندیزونو له مخې امریکایان له دې ۱۲ کسانو او بنسټونو سره راکړه ورکړه نه‌شي کولای، د دوی شتمني په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او که چېرته بهرنۍ کمپنۍ هم له دوی سره اقتصادي معامله کوي پر هغو به بندیزونه لګول کېږي.