حج او اوقافو وزارت: د اختر لمونځ په پرانیستې فضا کې وکړئ

ارشیف

د افغانستان حج او اوقافو وزارت له خلکو غوښتي غوره دا ده چې د اختر لمونځ په پرانیستې فضا کې ادا کړي.

د دې وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري پرون ازادي راډیو ته وویل: "له نېکه مرغه زموږ اسلامي فقهې د اختر د لمانځه په اړه دا فیصله کړې ده چې په پرانیستې فضا کې ادا شي، جوماتونه خلاصه فضا نه‌لري، نو د قرنطین لپاره غوره ده چې له هغو سړکونو او واټونو چې د جوماتونو شااوخوا دې د لمانځه لپاره استفاده وشي."

ښاغلي مظفري زیاته کړه چې خلک دې د اختر د لمانځه پر مهال د روغتیایي چارو له لارښوونو سره سم فاصلې مراعات کړي، اختر مبارکي دې په لاس نه‌کوي او غېږې دې هم یوه بل ته نه‌ورکوي.

دې وزارت څو ورځې مخکې ویلي و چې غوره دا ده چې خلک په کورونو کې لمونځونه وکړي، خو که څوک خامخا په جماعت لمونځ کوي بیا دې ټولو روغتیایي لارښوونو ته پام کوي.

بل لور ته د افغانستان روغتیا وزیر فېروزالدین فیروز خبرداری ورکړ که خلک قرنطین رعایت نه‌کړي په راتلونکو اوونیو کې به په هېواد کې یو انساني ناورین رامنځته شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۸،۱۴۵ ته رسېدلې دي، تر اوسه ۹۳۰ تنه له دې ناروغۍ جوړ شوي او ۱۸۷ تنه مړه شوي دي.