د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې د افغانستان د تل پاتې سولې ملاتړ کوي.
علوي نن چهارشنبه وویل چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه زیاته کړه: "زه درک کوم چې په افغانستان کې د امنیت لپاره هڅي کېږي، پاکستان د دغو هڅو ملاتړ کوي."
پاکستان تر دې وړاندې په افغانستان کې د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی او افغان چارواکو په وار وار له هغه هېواده د صادقانه همکارۍ غوښتنه کړې خو پاکستان له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ تورونه ردوي.
د افغانستان حکومت په تازه څرګندونو کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د سیمه ییزې اجماع غوښتنه کړې ده.