نړۍ کې د کرونا ویروس په خپرېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم شوی

قرنطین، د کسب او کار بندوالي او په کورنو کې اوسېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم کړی دی.

یوې نوې څیړني ښودلې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس اوج ته رسېدو سره په تېره میاشت کې د نړۍ په کچه د کاربن ډای اکسایډ مصرف ۱۷ سلنه راټیټ شوی.

ساینسپوهانو په دې څیړنه کې چې پرون سه شنبه خپره شوه ، ویلي چې قرنطین، د کسب او کار بندوالي او په کورنو کې اوسېدو د کاربن ډای اکسایډ مصرف کم کړی دی.

دا څیړنه د طبیعت اقلیمي بدلون ژورنال کې خپره شوې ده.

د دغه راپور لیکوال کورین لي کوویر ویلي چې دا موقت او په عین حال کې د پام وړ بدلون له دې کبله رامنځته شوی چې د ترانسپورټ کارول، د انرژۍ سکتور او صنعت او سوداګري د کرونا ویروس د خوریدو پر مهال تر ډیره راټیټ شول.

د تېرې میاشتي په ترڅ کې د نړۍ ډېری لوی اقتصادونه له امریکا او یو شمېر اروپایې هیوادونو پر خپلو وګړو جدي محدودیتونه ولګول.