تورخم کې سوداګریزې چارې عادي حالت ته ګرځېدلي

تورخم لاره

د افغانستان د سوداکرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، په تورخم بندر کې سوداګریزې چارې عادي حالت ته ګرځېدلې دي.

د دغې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه بندر کې ستونزې به بشپړه توګه هوارې شوې.

د ښاغلي نويد په وینا تر دې وړاندې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه درول شوي وو.

نوموړي وویل چې د یادو بندیزونو له امله سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی او اکثره توکي خرابېدو سره مخ وو.

د ده په خبره له وروستیو هڅو وروسته په تورخم کې کاروبار اوس عادي حالت ته راګرځېدلی او په سوداګرو بندیز لیرې شوی دی.

دغه سوداګریز بندر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د پاکستان له لوري تړل شوی و.