ایران ته د امریکا پوځ خبرداری

فارس خلیج کې امریکايي ځواکونه

د امریکا پوځ ایران ته خبرداری ورکړی چې د دوی پوځي کښتیو ته د ایراني بېړیو نږدې کېدل ګواښوونکي تعبیر شوي او په وړاندې به‌یې قانوني دفاعي اقدامات وشي.

د امریکا د پوځ د سمندري ځواکونو دا ګواښ پرون سې شنبه خپور شوی.

دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ تېره میاشت خبرداری ورکړ چې د امریکا سمندري ځواکونه به د ایران هغه بېړۍ چې مزاحمت کوي هدف وګرځوي او له‌منځه به‌یې یوسي.

تېره میاشت په فارس خلیج کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو بېړۍ د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې قطعې کښتیو ته نږدې شوې او هغوی ته‌یې تهدید جوړ کړی و.