اختریز پیغام؛ ملا هبت‌الله له خپلو وسله‌والو غوښتي لا کلک دریځ غوره کړي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت یا د اوربند د تأمین له غوښتنو سره سره د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخند په خپلو وسله‌والو غږ کړی چې لا کلک دریځ غوره کړي.

هبت‌الله اخند د کوچني اختر په مناسبت یو اوږد پیغام ورکړی چې همدا نن د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا خپور شوی.

په دغه پیغام کې د طالبانو مشر له خپلو جنګیالیو غوښتي چې خپل اهداف په جدي توګه تعقیب، لیکې پیاوړې او اداري جوړښت نور هم منظم کړي.

د ملا هبت‌الله په اوږده اختریز پيغام کې د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند، سولې او بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه څه سپارښتنې او یادونه نه‌ده شوې.

هغه یوازې له امریکا سره د طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې تړون یاد کړی او له امریکا یې غوښتي چې په خپلو ژمنو ودرېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله داسې وخت په خپلو جنګیالیو د لا غښتلي کېدو غږ کړی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي دې ډلې په همدې روژې او تېره میاشت کې د ملکیانو په وړاندې شاوخوا ۴۰ فیصده بریدونه زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما پرون په یوه راپور کې اندېښنه ښوولې وه چې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله ډېره شوې او په کار ده چې ښکېلې خواوې سمدستي اوربند وکړي.