خوست کې د تراوېح لمونځ پر مهال وسله‌وال برید ۳ تنه وژلي

د خوست ولایت نقشه

په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د تراوېح لمونځ پر مهال په وسله‌وال برید کې درې کسان وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه پرون ماخوستن ازادي راډيو ته داسې وویل: "د شپې نهه بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې پر لمونځ کوونکو وسله‌وال برید شوی چې له امله‌یې دوه کسان هملته شهیدان شوي او درېیم کس د ټپونو له کبله ساه ورکړې او یو ماشوم ټپي شوی چې اوس تر درملنې لاندې دی."

د ښاغلي منګل په وینا د دې پېښې په اړه جدي پلټنې پیل شوې دي.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.