ارګ: د بين الافغاني مذاکراتو پيل لپاره هېڅ ستونزه شتون نه لري

صدیق صدیقي

افغان حکومت وایي، د ملي مصالحې د شورا له جوړېدو وروسته د بین الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره کومه ستونزه نه شته.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل: "موږ چمتو یوو، زموږ پلوى چمتو دی. د ملي مصالحې شورا جوړه شي چې په راس کې یې ډاکټر عبداله دی، یعني زموږ لورې ته د مذاکراتو د پیلېدو اپاره هیڅ ستونزه پاتې نه ده."

په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې تر تړون وروسته ټاکل شوې وه چې بین الافغاني مذاکرات د مارچ په لسمه پيل شي، خو د زندانیانو پرسر د حکوت او طالبانو جنجال او د شخړو ادامه د دې سبب شوې ده چې دا خبرې پيل نه شي.