د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر نن تر غرمې وروسته کندز ته ولاړ.
دې ښار ته د اسد اله خالد تر رسېدو څو ساعته مخکې د کندز ښار په کهنه فروشي واټ کې د مقناطیسي بم چاودنې د یوه پولیسو په ګډون دوه تنه ووژل او اتلس ملکیان یې ټپیان کړل.
اسد اله خالد د کندز ښار شاوخوا د تېرې شپې عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې پکې اته افغان سرتیرې وژل شوي او د طالبانو تلفات لسګونو ته رسېږي.
هغه زیاته کړه: "زموږ د امنیت ریاست د راپور له مخې د طالبانو تلفات تر پنځوسو زیات دي او دلته زما د سفر د راتګ هدف له نژدې څخه د وضعیت او هدف ارزونه ده."
د ملي دفاع وزیر ژمنه وکړه چې ډير ژر به افغان ځواکونه له دولتي ضد عناصرو څخه د کندز ولایت د پاکېدو لپاره تصفیوي عملیات پيل کړي، خو ده د دې عملیاتو د پيلېدو نېټې ته اشاره ونه کړه.
پخوا هم څو ځله چارواکو د کندز په ولایت کې د پراخو عملیاتو د پیلېدو ژمنې کړې دي خو عملي کړې یې نه دي.