احمد مسعود د ملي قهرمان زوی په کرونا ویروس اخته شوی دی.
ده په تویټر کې دا خبره کړې ده.
تر دې مخکې د افغانستان د عامه روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی و چې اوس یې صحت ښه شوی دی او د کابل د ښاروال داوود سلطانزوی د کرونا نتیجه هم مثبت شوې ده.
په دې ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان نن د کوویډ نولس دوه سوه پنځوس تشخیصیه کیتونه د افغانستان عامه روغتیا وزارت ته وسپارل.
د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اووه زره شپږ سوه درې پنځوسو ته ورسېد، تلفات یوسل او اته اویاو ته رسېدلې دي او له دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ څخه اته سوه پنځوس تنه جوړ شوې دي.