ځینې کونړیان: اړمنو ته د ډوډۍ وېش لپاره د اوړو تړون کې فساد شتون لري

ارشیف

په کونړ کې یو شمېر کسان وايي، د وچې ډوډۍ لپاره اوړو په تړون کې فساد روان دی.

د دوي په خبره چې په بازار کې د اوړو یوه پنځوس کیلويي بوجۍ په ۱۸۴۰ افغانۍ ده خو تړون يې په ۲۱۰۰ افغانیو شوی دی.

د اسعداباد اوسېدونکی صدیق الله وایي: "ټول بازار کې دا خبره مشهوره ده چې د اوړو یوې بورۍ تړون په ۲۱۰۰ افغانیو شوی دی، موږ ولسي او غریبو خلکو ته يې هم اوړه ګران کړل، باید له ښاروال او کمېسیون پوښتنه وشي چې ولې یې داسې تړون کړی دی."

هټیوال وایې اوسمهال په بازار کې د اعلی تاجکي اوړو د یوې پنځوس کیلويي بورۍ قیمت ۱۸۴۰ افغانۍ دی خو حکومتي کمېسیون يې تړون په ۲۱۰۰ افغانیو ترسره کړی دی.

د کونړ مرستیال والي ډاکټر ګل محمد بیدار وایي چې د شوي تړون په بیه کې توپير شته خو دوی يې د اصلاح کولو هڅې کوي.

هغه زیاته کړه، یاد شوی تړون د ولایت لخوا ټاکل شوې کمېټې کړی او په راتلونکې کې به بیو کې ټیټوالی راشي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنېوي په خاطر شاوخوا دوه میاشتې وړاندې قرنطین اعلان شو چې ورسره زیات کسان بې روزګاره شول چې د غریبو او بې وسه خلکو د لاسنیوي لپاره ولسمشر غني د وچې ډوډۍ د وېش امر ورکړ.