'جوزجان کې د افغان پوځ په هوايي حملو کې ۱۰ طالبان وژل شوي'

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

شاهین قول اردو په جوزجان ولایت کې د افغان پوځ په دوو هوايي حملو کې د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن سې شنبې په یوه غږیز بیان کې وویل چې لومړۍ حمله تېره شپه د قوش تپې ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې وشوه.

ښاغلی رضايي همداراز د قوش تپې ولسوالۍ په مینګجیک کلي کې د تېرې شپې د هوايي حملې په اړه وویل چې هلته شپږ طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.