یوناما: تېره میاشت د ښکېلو خواوو له لوري ملکي تلفات زیات شوي

کابل کې په یوه حمله کې وژل شوی ملکي کس

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتېدل د ښکېلو اړخونو له‌خوا د جګړې د سمدستي بندولو او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پر پیلولو د تمرکز اړتیا په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو، طالبان په اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسؤل بللي چې د تېر کال د دې میاشتې پرتله په سلو کې ۲۵ زیات شوي، خو وايي، په همدې میاشت کې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکي وګړو تلفات راجع شوي دي چې د تېر کال د همدې میاشتې پرتله په سلو کې ۳۸ زیاتوالی ښيي.

بیان د ملکي وګړو د خوندیتوب نړیوال قانون ته نه‌پاملرنه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو علت بللی او وايي چې یوناما له دې کبله ډېره اندېښنه لري.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز له قوله راغلي دي چې نوموړې وايي، زه د جګړې د بندېدو غوښتنه کوم او له ښکېلو خواوو غواړم چې بشر دوستانه قوانینو ته درناوی وکړي.

مېرمن لاینز ویلي، ښکېلې ډلې څومره ژر چې امکان وي باید د سولې خبرې پیل کړي.

په بیان کې په روانه مې میاشت کې د هغو پېښو فهرست هم راغلی دی چې یوناما مستندې کړي او په هغو کې د کابل پر یوه زېږنتون برید چې مسؤلیت‌یې تر اوسه چا نه‌دی منلی، په خوست ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ۱۵ روغتیاپالو تښتول، روغتیایي مرکزونو ته ګواښ او د افغان ځواکونو له‌خوا له روغتیايي کارکوونکو څخه د طبي وسایلو د اخیستو یادونه شوې.