خلیل‌زاد افغانستان او قطر ته په سفر وتلی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر او افغانستان ته په سفر تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکا او طالبانو د موافقې پر تطبیق بحث وکړي.

د اعلامیې په حواله خلیل‌زاد به له طالب استازو د تاوتریخوالي د کمولو ترڅنګ د هغو اقداماتو غوښتنه وکړي چې د بین‌الافغاني مذاکرو د پیل لپاره ضروري ګڼل کېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شوه.

زلمی خلیل‌زاد به په کابل کې د حکومت له لوړ رتبه مشرانو سره هم وګوري او د هغو اقداماتو غوښتنه به وکړي چې ژر تر ژره بین‌الافغاني مذاکرو ته زمینه برابروي.

د سولې بین‌الافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، لا هم پیل شوې نه‌دي.

د دغو خبرو په وړاندې یو خنډ د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو تبادله ښوول شوې ده.

د ملي امنیت شورا تېره اوونۍ وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ یې د موقت وخت لپاره ځنډولې ده.

د افغانستان د امنیت شورا د معلوماتو له مخې تر دا مهاله افغان حکومت د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان او طالبانو هم ۱۷۱ کسان چې ۱۰۵یې افغان امنیتي سرتېري دي، خوشې کړي دي.