امنیتي چارواکي: کابل کې د چاودنو له امله ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي

ارشیف

د کابل امنیتي چارواکي وایي، نن تر غرمې وروسته درې حلقې مقناطیسي ماینونه د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې چاودلې چې ۴ ملکي وګړي او یو پولیس په کې ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته ویلي چې د چاودنې سیمې ته نژدې یو بل موټر اور اخستی و چې هغه هم د چاودیدونکو موادو ډک وو.

د ښاغلي فردوس په خبره د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم د دغو موادو په شنډولو بوخت شول او سیمه یې د تګ راتګ لپاره هم تړلې وه.

د پېښي په تړاو د موټر چلوونکی د پولیسو لخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.

په یوه بل خبر کې د کابل امنیه قومندانۍ د دې ښار په پنځمه حوزه کې هم دوه تنه د دفاع وزارت په یوه موټر کې د بم د ځای پرځای کېدو په حال کې نیولي دي.

ښاغلي فرامرز دا ۲ کسان د طالبانو وسله والې ډلي غړي بللي دي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.