ایران په کارابین اوبو کې د سمندري غلاوو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ایران د کارابین په اوبو کې د سمندري غلاوو په اړه د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د تېلو ډک پنځه ټانکرونه د وېنزویلا سواحلو ته پرلاره دي.

د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي تیره اوونۍ رویترز خبري آژانس ته ویلي و چې دغه هېواد وېنزویلا ته د ایران د تطلو د لېږلو په مطالعه بوخت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یکشنبه په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیریش ته په یوه استولي لیک کې د کارابین اوبو ته د سرتېرو د لېږلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ.

ظریف په دې لیک کې ویلي چې د امریکا هدف وېنزویلا ته د تېلو د انتقال په چارو کې مداخله ده.