خوست کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی او ۱۰ تنه ټپیان دي

د خوست ولایت نقشه

په خوست کې پرون یوه ماین چاودنه شوې چې په‌کې یو ملکي کس وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

ښاغلی حیدر زیاتوي: "یکشنبه مازیګر د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د وسله‌والو مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده. یو ملکي کس وژل شوی. اته ټپيان دي او دوه پولیس هم ژوبل دي."

د ده په وینا د چاودنې ټپیان ټول روغتونونو ته انتقال شوي دي.

چا تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

په خوست کې دا څو وروستۍ ورځې د نا امنیو پېښې زیاتې شوي. کابو ۱۰ ورځې مخکې د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازی په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې وواژه.