چارواکي: د کونړ د مرورې او شولتن پر امنیتي پوستو بریدونه شنډ شوي

ارشیف

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت د مرورې او شولتن ولسوالیو پر امنیتي پوستو پرله پسې حملې وکړې خو افغان ځواکونو شنډې کړې.

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمدیوسف مظلومیار نن د غوي په ۲۸ نېټه آزادۍ راډیو ته چې په دې حملو کې طالبانو ته تلفات اوښتي خو افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړه: "زموږ پوځي ځواکونو طالبانو ته قاطع ځواب ورکړی دی، هغوی تلفات لري او دلته داسې کومې ستونزې نه دي رامینځ ته شوي چې د اندېښنې وړ وي."

طالبانو تراوسه د دې حملو په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې خلک وايي په تېر یوه کال کې دا لومړی ځل دی چې طالبانو په دې سیمه کې حملې پیل کړې دي.

په کونړ ولایت کې تېرکال د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ پر سیمو د ولکې پرسر درنې جګړې وشوې چې د سیمې خلک هم پکې زیانمن شول.