د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه به نن لاسلیک شي

ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

تمه ده چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه نن لاسلیک شي.

که څه هم د ارګ ویاند صدیق صدیقي په بیان کې د دې موافقې د لاسلیک نېټه نه‌ده مشخصه کړې، خو ویلي یې دي چې پر لویو سیاسي مسایلو جوړجاړی شوی.

هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې سیاسي موافقه ډېر ژر لاسلیک شي. په دې موافقه کې پر لویو سیاسي مسایلو تفاهم شوی دی."

له بلې خوا د ښاغلي عبدالله په ټیم کې یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړی هویت‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې دا موافقه نن لاسلیکېږي.

د ښاغلي عبدالله ټیم ویلي چې دا موافقه تر ډېره په واک کې د دوی د سیاسي مشارکت په اړه ده، خو ارګ په دې اړه جزئیات نه‌دي شریک کړي.