د ترکمنستان دکتاتور ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف ۱۴۰۲ تنه بندیانو ته بخښنه وکړه.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د نژدې ۱۲ سوه ترکمنانو او له ۲ سوو د زیاتو بهرنیانو چې پر خپلو اعمالو یې پښېماني څرګنده کړې د خوشې کولو پرېکړه د کابینې په غونډه کې وشوه.
د رسنیو د راپورونو له مخې دا کسان به د سې شنبې په ورځ خوشې شي.
چارواکو نه دي ویلي چې د دې بندیانو لېست په کوم اساس چمتو شوی او دا بندیان د کومو جرمونو په خاطر حبس شوي وو.