دفاع وزارت: هلمند کې ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دوو جلا عملیاتو کې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې ۲۹ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د تیرې شپې عملیات په نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې شوي دي.

دفاع وزارت وایي، په دې عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا عملیات داسې مهال کېږي چې د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف به د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.