امنیتي چارواکي: پکتیکا کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په پکتیکا کې ۳۷ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند په خربین سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي وو، چې نن غرمه مهال ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.

د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان نثاراحمد عبدالرحیمزي د مې په ۱۶ مه د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د هوایي ځواک په ملتیا په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې سرګروپان (نظامي مسؤل سادات، د مرکز لپاره تش په نوم ولسوال عمر او یوبل ډلګی مشر معتصم) وژل شوي.

د عبدالرحیمزي په وینا د سرګروپانو په ګډون ټول ۳۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي چې د وژل شویو څخه د دریو تنو جسدونه هم د جنګ په میدان کې پاتې دي.

ده زیاته کړه، په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.