پښتونخوا کې بند پاتې شویو افغانانو پرمخ تورخم دروازه پرمخ پرانیستل شوه

تورخم دروازه

د تورخم دروازه په کوزه پښتونخوا کې د بند پاتې افغان مسافرینو د راستنېدو پر مخ پرانیستل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار اته بجې یې د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو د راستنېدو په هدف پرانیستل شوه.

خوګیاڼی وایي، راستنېدونکو مسافرو ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي او اټکل کېږي چې نن شنبه به شااوخوا پنځه زره مسافرین د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې پاکستاني لوري د تورخم او سپین بولدک دروازې د تګ راتګ پرمخ وتړلې چې له امله یې

د فرضي کرښې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر لا هم بند پاتې دي.