امنیتي چارواکي: پکتیا کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

په پکتيا کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر ټپیان دي.

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار او تېره شپه د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په ګڼو پوستو بېلابېل بریدونه کړي، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داود سلطان نن شنبه د ۱۶ مه ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې نن سهار د هوایي او ځمکني عملیاتو په پایله کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي او همدا راز د مرکز اړوند د درې په پوسته مو د وسله والو برید په شا تمبولی چې ۵ تنه وسله وال طالبان پکي مړه او ۹ نور یې ټپیان دي، نن سهار د احمدابا ولسوالۍ اړوند د مچلغو بند په امنیتي پوستو یې هم برید وکړ، چې له ځوابي غبرګون سره مخ شوی او ۱۳ وسله وال طالبان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي."

خو د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران بیا د مچلغو بند په پوسته کې د وژل شویو د وسله والو شمېر ۱۸ نفره ښیي.

د پکتیا د امنیه قوماندان په خبره چې په دغو بریدونو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په یوه بل خبر کې د پکتیا د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتی نن آزادي راډیو ته وویل چې طالبانو ۱۲ ملکي وګړي له حکومت سره د همکارۍ په تور له ځانه سره بیولي دي.

نوموړي وویل دا ټول ملکیان دي چې د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددې ټولو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.