ترانسپورټ وزارت: ازبکستان او قزاقستان څخه له ۴۴ زرو ټنو زیات واردات شوي

حیرتان بندر

د افغانستان ترانسپورټ وزارت په وروستیو څو ورځو کې له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو څخه ۱۰۲۵ واګونونه خوراکي او ودانیز توکي وارد کړي دي.

د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې د اقیني، تورغوندۍ او حیرتان بندرونو له لارې یې تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا له ۴۴ زرو ټنو زیات واردات کړي دي.

د ښاغلي حق شناس په خبره په دې وارد شویو توکو تېل، ګاز، اوړو، غنم، غوړي، او ودانیز توکي شامل دي.

د افغانستان ترانسپورټ وزارت وايي، چې دغه هېواد بندرونو د نورو ګاونډیو هېوادونو د بندرونو په پرتله نه دې تړل شوي او سوداګریزې چارې یې ښې پر مخ روانې دي.