اېم‌اېس‌اېف: دشت برچي کې خونړۍ پېښه پر میندو سیستماتیکه حمله وه

د دشت برچي سل بستریز روغتون چې وسله‌والو پرې حمله وکړه.

د بې‌بولې ډاکترانو نړیوال سازمان (اېم‌اېس‌اېف) مشر ویلي چې په دشت برچي کې وروستۍ خونړۍ پېښه د میندو پر ژوند سیستماتیکه حمله وه.

فریدریک بونوت پرون د مې په ۱۵مه، په دشت برچي کې له دې روغتونه د کتنې پر مهال وویل: "وسله‌والو د روغتون د زایشګاه برخې ته ورغلي او هلته‌یې پر میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ډزې کړې دي. دا حمله په عمدي ډول او د حساب له مخې شوې وه."

د روغتون د زېږنتون له برخې سره د بې‌پولې ډاکترانو نړیوالې ادارې مرسته کوله.

په دشت برچي کې وسله‌والو د سې شنبې په ورځ پر سل بستره روغتون حمله وکړه چې د دوو تازه زېږېدلو کوچنیانو په ګډون ۲۴ تنه په‌کې ووژل شوو.

د حملې مسؤلیت لا چا نه‌دی اخیستی، وسله‌والو طالبانو په دې حمله کې لاس درلودل رد کړي دي.