د ګرجستان صدراعظم: بېړنی حالت به ونه‌غځول شي

د ګرجستان صدراعظم جیورجي ګاخاریا

د ګرجستان حکومت پرېکړه کړې چې په هغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره بېړنی حالت نه‌تمدیدوي.

د اعلان شوي بېړني حالت موده د مې میاشتې په ۲۲مه پای ته رسېږي.

د ګرجستان صدراعظم جیورجي ګاخاریا پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې حکومت به‌یې له ولسمشره او د هغه هېواد له پارلمانه د بېړني حالت د تمدید غوښتنه ونه‌کړي.

ګاخاریا وویل چې بندیزونه به په تدریجي ډول لیرې کېږي.

په ګرجستان کې د مارچ میاشتې په ۲۱مه نېټه د شپې ګرځ‌بندیز اعلان شو او دکانونه، رستورانتونه او لویې مغازې بندې شوې.

په ګرجستان کې د کرونا ویروس ۶۷۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. هلته له دې کبله ۱۲ تنه مړه شوي دي.