په بلاروس کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو دوه فلم جوړوونکي وژل شوي

ماکسیم ګاوریلینکو (کین) او ولادیمیر میخایلوفسکي (منځ) وژل شوي دي او لیوبو زیموڅوا په روغتون کې بستر ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو دوه همکاران چې په بلاروس کې یې د کرونا ویروس په اړه راپور جوړاوه د موټر په ټکر کې مړه شوي او یو بل په سخت حالت کې او زخمي دی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جېمي فلای پرون د مې په ۱۵مه، دا خبر سخت خواشینوونکی بللی او ویلي دي چې تر دې بل بد خبر نه‌شو ور رسېدلائ.

ډایرکتر ولادیمیر میخایلوفسکي ۳۳ کلن او د غږ انجنیر ماکسیم ګاوریلینکو ۲۶ کلن و. هغوي دواړه په بلاروس کې د یوه مستند فلم له جوړولو وروسته، خپل کور ته په لاره کې مړه شوو.

له هغوی سره درېیم ملګری لیوبو زیموڅوا ۲۸ کلنه ده و په سخت حالت کې د بلاروس د پلازمېنې، منسک په یوه روغتون کې بستر ده.

لیوبو زیموڅوا په بلاروس کې له پېژندل شویو فلم جوړوونکو ده او د دې ډلې مشري یې هم کوله.

درېیو واړو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او د امریکا غږ ګډې ټلوېزیوني خپرونې، کرنټ ټایم ته چې په روسي ژبه ده، بر مستند فلم کار کاوه.

د کرنټ ټایم ټلوېزیون د مستندو راپورونو او فلمونو د برخې مشر، کنعان علیف ویلي چې درې واړه همکاران‌یې تکړه، کلک او هوښیار ځوانان وو او دې پېښې سخت خوابدی کړی دی.