ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت غړي بېرته خوشې شوي

تر لاریون پیلېدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو ۵ د سولې ولسي حرکت غړي نیولي وو او دوه ساعته وروسته یې راخوشې کړل.

نن د سولي ولسي حرکت غړو په جلال اباد ښار کي د وروستیو بریدونو د غندن په خاطر لارون کړی وو.

تر لاریون پیلېدو مخکې د ملي امنیت ځواکونو ۵ د سولې ولسي حرکت غړي نیولي وو او دوه ساعته وروسته یې راخوشې کړل.

د دغو کسانو د نیول کېدو لامل نه دی بیان شوی.

د سولې ولسي حرکت ویاند وویل چې تر دې مخکې دا لاریون د ننګرهار ولایت له چارواکو سره هماهنګ شوی وو خو نه پوهېږي ولې يې غړي نیول شوي دي.

د دې پيښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه. په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شا او خوا دوه کاله وړاندي د سولې ولسي حرکت په افغانستان کې د جګړې د پای غوښتنه پیل کړه او له هلمند ولایته یې لاریون پیل کړ چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لاړ.

په همدې اوونۍ کې په غزني کې د سولې ولسي حرکت یوه غړی مولوي بهاوالدین ناپېژانده وسله والو وواژه.