د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سکرتر مطیع الله عبدالرحیمزی په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دا برید د پنجشنبې په ورځ د مې په څوارلسمه نېټه د کابل پر لس نیمو بجو په اتمه ناحیه کې وشوه.
په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي عبدالرحیمزي روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دې بريد په غندلو سره ټینګار کړی چې تروريستي اعمال نشي کولای د ملي ګټو او سولې ته د رسېدو په لاره کې خنډ شي.
تر اوسه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر پر سکرتر د بريد مسئولیت چا نه دی منلی خو مخکې طالبانو او اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په کابل او ولایتونو کې د یو شمېر هدفي وژنو مسئولیت اخیستی.