افغان حکومت د هېواد د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل.
د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سیدشاه سقیم تېره شپه په دې اړه آزادۍ راډیو ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه: "تورنجنرال محمد نبي احمدزی د زابل، محمداجمل شاهپور د لوګر، نورمحمد کوهنورد د غور، سیدانور رحمتي د بامیان او محدضیا همدرد د دایکنډي د نویو والیانو په توګه ټاکل شوي."
افغان حکومت تراوسه د لیرې شویو والیانو د لیرې کېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي سقیم وویل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هیله لري چې نوي والیان به خپل دندې په ښه توګه ترسره کړي، د دولتي واکمنۍ لمن به لیرې پرتو کلیو ته وغځوي او په ټولو سیمو کې د انډول پرمختګ امکان به برابر کړي.