مونټينیګرو کې لسګونه معترضان نیول شوي

معترضانو د سربیا د ارتودوکس کلیسا د اتو روحاني شخصیتونو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

د مونټينیګرو پولیس وايي چې د پنجشنبې په شپه ۶۰ معترضان له نښتو وروسته نیول شوي دي.

معترضانو د سربیا د ارتودوکس کلیسا د اتو روحاني شخصیتونو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

دا کسان په دې تور نیول شوي دي چې مذهبي مراسم یې جوړ کړي وو، ځکه د کرونا ویروس له کبله د ټولنو جوړول ممنوع اعلان شوي دي.

پولیسو د چارشنبې ورځې په شپه په نیکسیچ او پلجیولا ښارګوټو کې د اعتراضونو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د بېسده کوونکو بمونو څخه کار واخیست.

پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې د نښتو په ترڅ کې ۲۱ پولیس هم ټپیان شوي چې یو پکې روغتون کې بستر شوی.

د مونټينیګرو صدراعظم دوسکو مارکوویچ دا اعتراضونه پر خپل حکومت بېرحمانه حمله بللې او ویلي یې دي چې دا ښايي د خلکو پر روغتیا ناوړه اغیزې ولري.