ننګرهار کې له ۱۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې پولیسو تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، په لومړي ګام کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال (۹۸) کيلوګرامه چرس ونيول.

دا چرس په يوه موټر کې پټ کړل شوي او له خوګياڼيو ولسوالۍ څخه غني خېلو ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.

په دوهم ګام کې پولیسو (۳۲) کيلوګرامه چرس ونيول.

دا چرس له چپرهار ولسوالۍ څخه دربابا ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.

په دريم اقدام کې پولیسو يوولس کيلوګرامه چرس له خوګياڼو ولسوالۍ څخه جلال اباد ښار ته د قاچاقو پر مهال ونيول.

د نشه يي موادو د دې دريو پېښو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.